بیا هم د جنرالانو په ژبه خبرې!
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

                پاکستان د خپل لنډ ګنډ تاریخ په اوږدو کې د سیمې او په تېره بیا د افغانستان په اړه تل د جنرالانو په ژبه غږېدلای دی . پاکستان کې ملکي سیاستوال ګونګي او لومړۍ خبره تل په عسکري ژبه کیږي. 

د پاکستاني پوځ یو پخوانی بولندوی او د ملي امنیت نادولتي موسسې مشر جنرال اسلم بیګ ، تازه ورځو کې د « امت » په نوم د پاکستان د یوې اردو ژبې ورځپاڼې سره مرکه کړې او څو پوښتنې يي ترې کړي ، دلته د موضوع په تړاو د لنډون او بېلګې په موخه د نوموړي دوه پوښتنې او ځوابونه رااخلم .

پوښتنه : د افغانستان خلکو د افغان دولت او امریکا تر منځ په  کېدونکي ستراتیژيک تړون د نیوکې پتوګه  لاریونونه کړی ایا دا لاریونونه د حیرانتیا وړ نه دي ؟

 ځواب :

د کابل ــ واشنګټن په ستراتیژیک تړون د خلکو نیوکه څرګندوې چې طالبان د افغانستان سیاسي ډګر ته ننوتي او هڅه کوي له دې لارې خپلو موخو ته ورسیږي . بلخوا دا لاریونونه څرګندوي چې خلک د طالبانو ملاتړ کوي . همدارنګه باید دا خبره په پام کې ولرو چې طالبان د پخوا پشان یوازې پوځي چارو ته پاملرنه نه کوي بلکې افغانستان کې د سیاسي بدلون په لټه کې دي . دا باید هم ووایو چې له افغانستانه د امریکا تر وتلو روسته یوازې طالبان دی چې ددې هیواد دولت اداره کولای شي .

نوموړی د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې که څه هم پاکستان پورې اړه لري ، خو پاکستان او سیمه کې د پنجابي پوځ لید لوری او ستراتیژي په ګوته کوي ، وايي :

پوښتنه : ایا تاسې پاکستان کې د یوه غیر قانوني اقدام یا کودتا وړاند وینه کولای شۍ ؟  

ځواب : کله چې بحران څوکې ته ورسیږي هر څه پېښېدلای شي ، له دې کبله د داسې حالت سره د مخامختیا لپاره مخکې تر مخکې چمتووالي پکار دی .

 د پاکستان  پوځ  دې پخوانې مشر مخکې خپله یوه مقاله کې لیکلي و « د هند او متحده ایالاتو تر منځ د ستراتیژیک ملګرتوب او د ګډې څارګري ادارې رامنځته کولو تړون لاسلیک شوي دی .   

 

  په دغه تړون کې CIA ، د اسرائیلو څارګره اداره ، موساد ، د انګریزانوڅارګره اداره ام  شپاړلس، د هند استخباراتو ادارې د پلټنو او څیړنو څانګه او نوراستخبارتي سازمانونه چې افغانستان کې فعال دي ګډون لري . دا ټول همدا اوس د پاکستان، ایران، چین، روسیه او نورو اسیایې هیوادو د بې ثباته کولو په لټه کې دي  .

د بیګ په خبره د قبایلې سیمو د کمربند ناراضیان یا مخالفین  په سروبې او کندهار کې روزل کیږي او بیا شمال لویدیځ ایالات ته د عملیاتو لپاره استول کیږي .هممهال د لشکرګاه او ناوې په  پوځې اډو کې د ازاد بلوچستان د خپلواکې پوځ جنګیالې بلوچستان ایالات ته د سقوط  په موخه روزل او فعالیږي او په پیسو او وسلو سمبالیږي .

په شمال لویدیځ ایالات کې یوه نوې ډله شکل نیسې ، دوی په مقاومت لاس پورې کړي . د پاکستانې طالبانو په نوم تحریک د قبایلي سیمي امنیت او د ایالت  نورو ارامو سیموته یو جدې ګواښ رامنځته کړي دی . » 

 د راپورنو پر بنسټ دا جګړه به د متحده ایالاتو اوهند لپاره یو مرستیاله جګړه وي . په بدل کې د پاکستان پوځ په څلور جبهو کې مصروف ساتل شوي دی . د پاکستانې قبائیلې سیمو منځ کې د افغاني طالبانو پر وړاندې جګړه ، په شمال لویدیځ  ایالات کې د پاکستانې طالبانو سره مقابله ، د بلوچستان د خپلواکې غوښتونکو پر وړاندې جګړه ، د بمبی چاودنو څخه ورسته د هند او پاکستان پر  پولو د هند پوځ شمیر  ډیریدل . دا ټول پو ځ لپاره یو دروند بار او ګران کړکیچن حالات  رامنځته کړي دي . له همدی سره  بې کچه د پوځ زیرمو څخه استفاده کیږي »

له دې کبله اسلم بیګ د خپلو ټولو اندیښنو د درملنې لپاره پاکستان کې د پوځي کودتا او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت لپاره سترګې نیولي دي .

داسې ښکاري د اسلم بیګ موخه داوی په کور دننه افغانستان کې هغه ډلې چې ځان د دولت اپوزیسیون بولي او یا هغه مجاهدین چې د دولت پر لوړو څوکۍ ناست دی امریکا سره د ستراتیژیک تړون په مخالفت کې د پاکستان په لارښوونه او امر د طالبانو د کورنی لښکر دنده ترسره کوی  .

 

بلخوا تازه ورځو کې د پاکستان پخوانی ولسمشر او د پوځ لوی درستیز پروېز مشرف په واشنګټن کې یوې غونډې ته په وینا کې ویلی دي :

« که افغانستان هند ته ډېر نږدې شي نو د پاکستان څارګره اداره ای اېس ای دې ته اړتیا لري چې افغانستان کې د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره ګامونه پورته کړي .»  

همدارنګه « نوموړي زیاتوی اوسمهال افغان ډپلوماتان ، امنیتي ځواکونه او د څارګرو ادارو کارکوونکي د زده کړو لپاره هند ته ځي . پروېز مشرف پر افغانانو تورلګوي چې د پاکستان پرضد له هند څخه دکتورین ترلاسه کوي او بېرته راځي : موږ باید د دغو چارو جاري ساتلو ته اجازه ورنه کړو، که داسې کیږي نو هیڅوک باید  په غوسه نه شي که پاکستان ای اېس ای ته امر وکړي چې په افغانستان کې د خپلو ګټو د ساتلو لپاره مقابلې ته مخه کړي او په وړاندې یې ګامونه پورته کړي . »

جنرال مشرف د امریکا ږغ ټلویزیون له یوې خپرونې سره چې وروسته بیا د اکپرس پاکستانی ټلویزیون له لاري هم  خپره شوه ، د هغې پوښتنی په ځواب کې  چې افغانستان به د بهرنیو هیوادونو په جګړه کې د پاکستان تر څنګ  څرنګه ودریږي ویلي :

« زه دقیقاً نه پوهیږم، زه فکر کوم چې دا د لیونتوب خبرې دي، زه په دغو خبرو چې کرزي کړي خوښ نه یم »

بل جنرال حمیدګل د پاکستان د څارګري اداري پخواني رییس څو مهال وړاندې په یوه ځانګړي مرکه کې ویلي وو ترڅو بهرني سرتیري له افغانستان څخه ونه وځي ، افغانستان ته سوله نشي راتلای . هغه وايي چې طالبان به بېرته افغانستان ته ورګرځي .

نوموړي همدارنګه ځو ورځې مخکې ویلي و چې حقاني یو پاکستانی دی ، چې د حقاني او د هغه د ډلې لخوا پرې هیڅ د رد ځواب وانه وریدل شو ، یانې چوپتیا د رضا نښه ده !

د حقاني دې دا پنجابیتوب مبارک وي !

په یوه بله پراختیا کې د پاکستان د پوځ ویندوی جنرال اطهرعباس فرانس پریس خبري اژانس ته د اکتوبر په ۲۸ مه د امریکايي پوځي چارواکو دا ادعا رد کړه چې ګنې د دغه هیواد پوځیان وسله والو سخت دریځو ته اجازه ورکوي چې له خپلې خاورې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړي.« زه دا په کلکه ردوم ، دا بې اساسه او غلطه ده.»

دا چې پاکستاني پوځیان خپله د افغانستان پر خاوره ، د کونړ او نورستان پر ولایت توغندي ولي  داجنرالان د افغانانو په نیوکو تل چوپه خوله پاتیږی . 

لږه موده وړاندې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال اشفاق کیاني ویلي وو «  امریکا ته دا یادول پکار دي چې پاکستان اټومي ځواک دی ، اټوم بم لري او د افغانستان او عراق سره دې نه پرتله کیږي. »

پاکستاني جنرالان چې د هغه هیواد په سیاست کې برلاسي دی او غواړی د پاکستان په کور دننه ستونځې د برچې په زور حل کړي په  سیمه او نړۍ کې  بدلېدونکی حالات هم یوازې پخپلو عسکري عینکو کې ګوري .

دې جنرالانو ته د امریکا د ولسمشر اوباما په قول د لیبیا د پخواني مشر معمر القذافی مرګ د زده کړی ښه بېلګه ګڼل کېدلای شي !

 

اخځونه :

بېلا بېلې بریښناپاڼې

د ۲۰۱۱ کال د اکتوبر  ۲۹ مه


October 29th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات